کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې پرون ورځې ځانمرګي برید په وړاندی وسله والو طالبانو غبرګون

30 عقرب 1397 ساعت 13:08

وسله والو طالبانو په پلازمېنه کابل ښار کې د تېر ماښام د خونړی ځانمرګي برید په اړه غبرګون ښودلی.



د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي ”نن په کابل کې د نبوي میلاد په مناسبت په یوه غونډه چې په اورانوس هوټل کې جوړه شوې وه برید شوی چې له امله يې ګڼ شمیر هیوادوال چې دیني عالمان هم په کې شته شهیدان شوي دي. “
خبرپاڼه زیاتوي ”اسلامي امارت په ملکي خلکو او دیني غونډو برید په کلکه غندي. “
مجاهد ادعا کوي ”دغه ډول جنایات ښکاره کوي چې یو شمیر شریرې کړۍ له وړو اختلافي مسائلو څخه په استفاده خپله شریره څيره بربنډوي او د مسلمانانو په دا ډول بې رحمه وژنو باک نه کوي. “
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
امنیتي چارواکي وایي د برید له امله لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او تر ۸۰ زیات کسان ټپیان شوي دي خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي په دغه برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي او شاخوا ۸۳ کسان ټپیان دي.
 


د مطلب کود: 174451

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174451/کابل-کې-پرون-ورځې-ځانمرګي-برید-په-وړاندی-وسله-والو-طالبانو-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com