دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 174454
د کابل ښار د خونړی برید په اړه د پاکستان عکس العمل
د پاکستان حکومت په پلازمېنه کابل ښار کې د پرونی خونړی برید په اړه غبرګون وښود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې پاکستان په کابل کې د واده په یوه صالون کې تروریستي برید په کلو ټکو غندي، چې په پایله کې یې له ۴۰ څخه زیات خلک د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د زیږیدو د لمانځلو په مراسمو کې ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي” سرغړونکي د ټولو دیني او انساني معیارونو د دغې حملې په تر سره کولو د غندلو وړ دي. موږ په ټولو ډولونو او څرګندونو کې د تروریزم غندنه کوو. “
په خبرپاڼه کې راغلي ”موږ په بشپړ ډول سره خپله غمرازي د افغانستان د خلکو سره څر ګندوو. “
د امنیتي او عامې روغتیا چارواکو په وینا، د تېر ماښام په برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۸۳ نور ټپيان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamyn6y49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته