کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۵۹ تنو ترهګرو وژل کیدل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 عقرب 1397 ساعت 14:45

د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۰ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۴ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۳ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي



 د افغانستان  هوایي ځواکونو ۸۷پروازونه د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۵۹ تنه  وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲۴ تنه ټپیان او ۴ تنه نور نیول شوي دي .
دا عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار، لوګر،پکتیکا، غزني، میدان وردک ،کندهار، فراه،  فاریاب، کندز،  بلخ  او هلمند په ولایتونو  کې تر سره شوي په پایله کې د  غزني ولایت د ده یک او ګیلان او د پکتیکا ولایت د متاخان په ولسوالیو کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي،  د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر، یو موټر او یو زرنجه له منځه وړل شوي، د هلمند ولایت د ګرشک، واشیر، سنګین او کجکيو او د نیمروز ولایت د خاشرود په ولسوالیو کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان، د کندز ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان، ۲ پټنځایونه او ۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي او د فراه ولایت  پشت رود په ولسوالۍ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر، ۵ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي  .
همدا راز د میدان وردګو ولایت د نرخ او د پکتیکا ولایت د سروبي په ولسوالیو کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي، د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او د فاریاب ولایت د پشتونکوټ په ولسوالۍ کې د دښةن یو پڼتځای  او د وسلو او مهماتو یوه دیپو له منځه وړل شوې ده .
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
 


د مطلب کود: 174456

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174456/د-هیواد-په-بیلابیلو-سیمو-کې-۵۹-تنو-ترهګرو-وژل-کیدل

آوا
  https://www.avapress.com