کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انتخاباتو کمېسیون: د قوس په ۲مه یوازې د ۱۰ ولایتونو د رأیو نتایج اعلانېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 عقرب 1397 ساعت 16:26

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د قوس په دوهمه به د ټولو ولایتونو نه بلکې یوازې د لسو ولایتونو د رأیو نتایج اعلان شي.



د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تراوسه هم د یو شمېر ولایتونو رأیې د ډل‌بندۍ مرکز او همدا شان له بایومټریک دستګاوو سرور ته نه‌دي داخلې شوي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یوازې د لسو ولایتونو رأیې سیسټم ته داخل شوي چې نتایج به د قوس په دوهمه اعلان شي.

دی وايي:"د لسو ولایتونو د رأیو لومړني نتایج به د قوس په دوهمه اعلان شي، هڅه کېږي چې په ډېرو لنډو ورځو کې به د قوس له دوهمه پیل په تدریجي ډول د کټه‌ګورۍ په لحاظ د لسو یا پنځو ولایتونو د رأیو نتایج اعلان شي."
دا چې د کومو ولایتونو د رأیو نتایج به د قوس په دوهمه اعلان شي؟ ښاغلي حق پرست یې په اړه معلومات ورنه‌کړل.
 


د مطلب کود: 174466

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174466/د-انتخاباتو-کمېسیون-قوس-په-۲مه-یوازې-۱۰-ولایتونو-رأیو-نتایج-اعلانېږي

آوا
  https://www.avapress.com