دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۲
د مطلب کود : 174471
د افغان ځواکونو د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ د امنیتي ځواکونو اړتیاوو ته هم لازمه رسیدګي وکړي
هغه د غزني ولایت د ځایې اداري مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې دي ولایت کې به د افغان ځواکونو د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ د امنیتي ځواکونو اړتیاوو ته هم لازمه رسیدګي وکړي.
په افغانستان کې د ناټو او غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال اسکاټ میلر نن د یوه ورځني سفر په ترڅ کې غزني ولایت ته راغی او د والي وحیدالله کلیمزي ترڅنګ یې د امنیتي ارګانونو له مسئولینو سره هم وکتل.
د غزني والي الحاج وحیدالله کلیمزي له میلر سره لیدنه کې د دي ولایت د روان امنیتي وضعیت، د امنیتي ننګونو پر وړاندي دي ولایت کې د میشتو امنیتي ځواکونو د توانمندۍ، اړتیاوو، امنیتي فشارونو او د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د اړتیا وړ غوښتنو په تړاو یې ورته معلومات ورکړل.
ښاغلي کلیمزي وویل: (( جدي اړتیا ده څو په غزني کې د امنیتي قوتونو اړتیاوو ته رسیدګي وشي، ترڅنګ یې اضافي او خاص قوتونه د ممکنه امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره منظور او دلته ځای پر ځای شي، څو پر وخت د دښمن د تحرکاتو او خوځښتونو پر وړاندي لازم اقدامات ترسره کړي.))
له میلر سره په دوهمه ناسته کې د غزني ولایت د امنیتي ارګانونو مسئولینو هم ګډون درلود او هر یوه یې د روان امنیتي وضعیت، امنیتي ګواښونو او د خپلو ارګانونو د اړوندو اړتیاوو په تړاو معلومات او د شته امنیتي ننګونو د دفعي او له منځه وړلو په برخه کې خپلي طرحي او غوښتني وړاندي کړي.
په افغانستان کې د ناټو او غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال میلر ډاډ څرګند کړ، چې غزني د افغان حکومت او ناټو ځواکونو په لومړیتوب کې دی او دغه ولایت یې ځانګړي توجه د راتګ لامل وو.
هغه د غزني ولایت د ځایې اداري مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې دي ولایت کې به د افغان ځواکونو د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ د امنیتي ځواکونو اړتیاوو ته هم لازمه رسیدګي وکړي.
جنرال میلر دغه راز په غزني کې د دښمن پر وړاندي د افغان ځواکونو کلکه او مؤثره مبارزه هم وستایله چې په وینایې توانیدلي له کمو امکاناتو سره سره د هغوی سلګونه بریدونه خنثی او ورته درانه تلفات واړوي.
هغه وویل: (( موږ له تروریزم سره د مبارزي په برخه کې د افغانانو او افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ د یوه کلک او هوډمن ملاتړي په توګه ولاړ یو.))
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaxevvuqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته