کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جاغوري او مالستان ۶۰ سلنه اوسیدونکي بې ځايه شوي

د امریکا غږ اشنا راډیو , 30 عقرب 1397 ساعت 19:21

ملګري ملتونه وایي په ۲۰۱۸ کې په افغانستان کې نژدې ۲۹۰زره خلکو د جګړو له کبله خپل کورونه پرېښي او نورو سیمو ته تښتېدلي دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي د ۲۰۱۸ کال د پیل راهېسې (۲۸۹۸۶۷) افغانان له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.
دغه سازمان وايي جګړو یوازې په تېرې یوې اونۍ کې (۶۶۳۵) افغانان بې ځایه کړي دي او د نورو علتونو له کبله بیا په تېرې اونۍ کې (۴۰۲۸۵) کسان بېځایه شوي دي.
د اوچا د نوي راپور په اساس په تازه بېځایه شویو کې یې ډېر د غزني د جاغوري او مالستان ولسوالیو دي چې بامیان او د غزني ښار ته تللي. اوچا وايي د دغو ولسوالیو ۶۰-۷۰ سلنه وګړي تښتېدلي دي. راپور نه دي ویلي چې دغه دوې ولسوالۍ څومره نفوس لري.
وسله والو طالبانو پر دغو دوو ولسوالیو تازه بریدونه کړي چې کابل یې د ځپلو لپاره سلګونه سرتېري او کمانډو استولي دي.
پر دې سربېره د ننګرهار د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې د جګړو له کبله (۱۰۲۸) کسان د جلال اباد ښار او نورو سیمو ته تښتېدلي دي. پر جګړو سربېره سږکال بیا هم وچکالیو زرګونه افغانان د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ ویستي دي.
د دغه راپور په اساس بادغیس، هرات، غور او فراه هغه ولایتونه دي چې د وچکالیو له کبله په کې ډېر خلک نورو سیمو ته تللي چې وپايي.
اوچا، چې له دا ډول بېځایه شویو سره یې مرسته هم د کار مهمه برخه بلل کیږي، وايي چې په تېرې اونۍ کې (۱۷۲۹۱۸) بېځایه شویو خلکو سره بشري مرستې کړي دي.
له دې هر څه سره سره ملګري ملتونه وايي د جګړو له کبله د بېځایه شویو خلکو شمېره د تېرکال د همدې مودې په پرتله کمه ده. تېرکال دا وخت (۴۳۱۸۷۱) افغانان بېځایه شوي وو.
د اکتوبر په میاشت کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې لږ تر لږه درې میلیونه افغانان بیړنیو خوراکي توکیو ته اړتیا لري او که مرسته ونشي نو له قحطۍ سره به مخامخ شي. په دوی کې یې سلګونه زره د بیسارې قحطۍ او وچکالۍ سره مخامخ دي.
څه موده مخکې افغان چارواکو ویلي وو چې روانو جګړو یوازې د افغانستان په جنوب کې شاوخوا (۲۰۰۰۰۰) خلک بې ځایه کړي دي. په جنوب کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ایز دفتر یو چارواکي عبدالعزیز اکرمي امریکاغږ ویلي وو " په حدود د دوه لکو داخلي بېځایه شوي لرو، چې ښارونو ته راغلي چې د اوبو مشکل لري، د سرپنا مشکل لري او د کار مشکل لري."
په یادو ولایتونو کې ډېر بې ځایه شوي د هلمند دي، چې شمېر تر ۱۴۰ اوړي.
د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې د ۲۰۱۵ کال تر پای پورې د افغانستان او سوریې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې روانو جنګونو د بې ځای شویو خلکو او کډوالو شمېر ۶۵.۳ میلیونو ته رسولی دی.
 


د مطلب کود: 174476

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174476/د-جاغوري-او-مالستان-۶۰-سلنه-اوسیدونکي-بې-ځايه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com