دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۴
د مطلب کود : 174515
ولسمشر غنی: دا برید زموږ ملی هویت باندی برید وو او بی ځوابه به پاته نه شی
د افغانستان په تاریخ کې هیڅ وخت علما، قرآن شریف او پیغمبر (ص) میلاد مراسمو باندی دا ډول بزدلانه برید صورت نه دی نیولی، افغانستان دشمنان زموږ ټول اخلاقی او شرعی حدود تر پښو لاندی کړی او زموږ ملی هویت او عنعنوی سیاستونو او ساختار باندی برید کړی او دا برید به بی ځوابه پاته نه شی.

ولسمشر غنی، تیره شپه د کابل د ځانمرګی برید د پیښی مجروحینو څخه لیدنه وکړه چی د ایمرجنسی په روغتونونو کې تر معالجی لاندی دی.
ولسمشر غنی وویل: د افغانستان په تاریخ کې هیڅ وخت علما، قرآن شریف او پیغمبر (ص) میلاد مراسمو باندی دا ډول بزدلانه برید صورت نه دی نیولی، افغانستان دشمنان زموږ ټول اخلاقی او شرعی حدود تر پښو لاندی کړی او زموږ ملی هویت او عنعنوی سیاستونو او ساختار باندی برید کړی او دا برید به بی ځوابه پاته نه شی.
ولسمشر غنی کابل انتحاری برید مسؤولینو ته په اشاره سره وویل: هغه کسان چی د لومړۍ ځل لپاره انتحار او انفجار دا هیواد ته راوړ، ددی برید مسؤول دی. هغه زیاته کړه چی طالبان یواځی ددی پیښی په محکوم او غندلو سره نه شی کولای رفع مسؤولیت وکړی، هغوی باید عملآ د سولې لپاره کار وکړی ترڅو انسان وژنه، افغان وژنه او مسلمان وژنه پای ته ورسیږی.
 
https://avapress.com/vdciz5azwt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته