د چهارشنبې په شپه د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د اببازک په سیمه کې د ملي امنیت د صفر یو قطعې سرتېرو شپني عملیات کړي چې ۷ کسان پهکې وژل شوي او ۵ نور کسانيې له ځانه سره بیولي دي.
د لوګر امنیتي چارواکي په عملیاتو کې وژل شوي کسان ملکیان نهبولي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 قوس 1397 ساعت 11:44
د چهارشنبې په شپه د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د اببازک په سیمه کې د ملي امنیت د صفر یو قطعې سرتېرو شپني عملیات کړي چې ۷ کسان پهکې وژل شوي او ۵ نور کسانيې له ځانه سره بیولي دي.
د یادې سیمې یو شمېر اوسیدونکو د دې عملیاتو په غبرګون کې د چهارشنبې په ورځ د کابل–لوګر لاره تړلې وه او د وژل شویو کسانو جنازې يې په سړک ايښې وې چې بیا یاده لاره ماښام مهال د لوګر د والي او چارواکو په منځګړیتوب بېرته پرانیستل شوه.
اعتراض کوونکو ویل څو چې افغان ځواکونه ۵ تنه بیول شوي کسان بېرته خوشې نهکړي، دوی لاره نهپرانیزي.
هغوی ویل چې پهدې عملیاتو کې ټول وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې د بزګرۍ کار يې کاوه.
بل لوري ته د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزی وايي چې یاد عملیات د کابل څخه د صفر یو قطعې سرتېرو ترسره کړي، خو دا چې وژل شوي کسان ملکیان دي، د صفر یو قطعې د راپور پر بنسټ دوی دا خبره نهشي تأییدولی.
د مطلب کود: 174535