کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې ۴۵ وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 قوس 1397 ساعت 14:58

د ننګرهار سیمه ییز چارواکی وایي د دې ولایت کې د ملي امنیت ریاست په هلو ځلو د څلورو قوماندانانو په ګډون ۵۴ جنګي طالبانو له جګړې لاس واخیست او د رسنیو پر وړاندې د وسلو په سپارلو سره د سولې بهیر سره یو ځای شول .



د ننګرهار والي ویاند والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل، د سولې له بهیر سره تر یو ځای کېدو وړاندې یادو جنګي طالبانو په مومندرې، خوږیاڼو، شیرزادو، غني خیلو، اچین او نازیانو ولسوالیو کې له کلونو راهیسې تروریستي او تخریبي فعالیت تر سره کولو، چې د حقایقو په درک کولو او د جګړې توانمندۍ په له لاسه ورکولو سره د سولې بهیر سره یو ځای شول .
نوموړي زیاته کړه، د څلورو قوماندانانو په ګډون د یادو ۵۴ سولې سره یو ځای شوو کسانو له ځان سره د ۵ میله درنې وسلې په ګډون ۵۴ میله وسلې هم ملي امنیت ادارې ته وسپارلې .
د سولې بهیر سره د یو ځای شوو طالبانو په استازۍ نبي الله او اسلام د خبرو پر مهال وویل، چې د تېرو ۶ کلونو راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د ګاونډي هېواد د استخباراتو په لارښوونه تخریبي کړنې ترسره کولې، چې د علمآؤ کرامو د فتواو په اوریدو او د دوی په لیکو کې د جګړې توانمندۍ له لاسه ورکولو له امله یې حقایق درک کړل او د تل لپاره یې د جګړې لار پرېښوده او د سولې بهیر سره یو ځای شول .
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې په وروستیو کې د ملي امنیت په هلو ځلو نږدې ۳ سوه وسله والو مخالفینو له مخالفت څخه لاس اخیستي او د سولې بهیر بهیر سره یو ځای شوي دي .
 


د مطلب کود: 174546

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174546/ننګرهار-کې-۴۵-وسله-وال-طالبان-د-سولې-له-بهیر-سره-یو-ځای-شول

آوا
  https://www.avapress.com