د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې د مالیې وزارت او اسیا پراختیایي بانک ترمنځ د برېښنا د واحدې ملي شبکې تفاهملیک لاسلیک شو چې له دې سره به د ټولو ولایتونو د متوازن اقتصادي انکشاف بستر برابر شي.
د جمهوررئیس غني په حضور کې د برېښنا واحدې ملي شبکې تفاهملیک لاسلیک شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 قوس 1397 ساعت 16:04
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې د مالیې وزارت او اسیا پراختیایي بانک ترمنځ د برېښنا د واحدې ملي شبکې تفاهملیک لاسلیک شو چې له دې سره به د ټولو ولایتونو د متوازن اقتصادي انکشاف بستر برابر شي.
د یاد تفاهملیک د لاسلیک په مراسمو کې چې د ارګ په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شول، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او د کابینې یوشمېر غړو هم ګډون درلود، دغه تفاهم لیک د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي او د اسیا پراختیایي بانک رئیس ساموئل تومیوالاسلیک کړ.
د یاد تفاهم لیک پر بنسټ وروستي پنځه ولایتونه دایکنډي، ارزګان، غور، نورستان او نیمروز د برېښنا واحدې ملي شبکې سره وصلېږي. د دغه تفاهملیک په تطبیق سره به نه یواځې یاد ولایتونه له ډاډمن او ارزانه برېښنا څخه برخمن شي بلکې ګاونډیو ولایتونو ته یې هم د انرژۍ امنیت تامنېږي.
د یاد تفاهملیک د بودجې ژمنه اوسمهال ۲۴۰ میلیون ډالر دی چې د پروژو پراختیا سره به زیاته شي . دغه راز د دغه تفاهم لیک د تطبیق په جریان کې د مطالعې، ډیزاین او تدارکاتي پړاونو کار هم پیلېږي
د مطلب کود: 174550