دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 174556
د جمهور رئیس غني په حضور کې د فواید عامې وزارت شپږ قراردادونه لاسلیک شول
د جمهوررئیس محمداشررف غني په حضور کې نن له غرمې مخکې د سرکونو د قیرولو او مراقبت د شپږ پروژو قراردادونه د فواید عامې وزیر او د بېلابېلو قراردادي شرکتونو مسوولینو لاسلیک کړل.


د یادو قراردادونو د لاسلیک په مراسمو کې چې د ارګ په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شول، یوشمېر دولتي مقاماتو هم حضور درلود، د فواید عامې وزیر یما یاري یاد قراردادونه، افغان صداقت، افغان باختر، اسلام ټردینګ کانسرسیوم، مشرق، یونیک بلډرز او افغان ټکنالوجست، ابرام ګلوبل ګروپ او اسلام تردینګ کانسرسیوم له استازو سره لاسیلک کړل.

په دغو قراردادونو کې د کندز ولایت د امام صاحب ښار د ۱۱،۹۵۴ کیلو متر اوږد سرک قیرکول، د لوګر ولایت له خوښۍ څخه تر محمداغې پورې د ۲۶،۵۷۷ کیلو متر اوږد سرک جوړول،د کابل- لوګر سرک (د لوګر د تېلو ټانک څخه تر چهل دختران پورې د ۷ کیلو متر اوږد سرک پروژه، له کابل څخه تر میدان ښار پورې دویم لین. له کمپنۍ پله څخه تر دراني بازار پورې د ۲۴،۵۵ کیلومتر په اوږدوالي لومړۍ برخه، په ۵۱،۱۷۱ کیلو متر اوږدوالي د تالقان ښار د داخلي سرکونو د پاتې کارونو پروژه او د کندهار ولایت له ارغستان څخه تر معروف پورې  د ۳۴،۲ کیلو متر په اوږدوالي دسرک دویم لاټ پروژې شاملې دي چې د دولت انکشافي بودجې څخه تمویلېږي. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdko0f9yt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته