دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 174557
افغانستان ۲۰ کلنو فوټسال ملی ټیم تاجکستان ته ولاړ
د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټسال ملي ټیم تېره ورځ تاجکستان ته ولاړ.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب رسنیو ته وویل، افغان لوبډله به له تاجکۍ سیالې لوبډلې سره د نومبر په ۲۶مه د تاجکستان په خجند ښار کې دوستانه لوبه وکړي.
نوموړی وايي، دا د اسیا د ملتونو جام لومړنیو سیالیو ته چې د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه چې په ازبکستان کې جوړېږي د چمتووالي تمرین هم دی.
د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې به د افغانستان د ۲۰ کلنو د فوټسال ټیم د ډسمبر په دوهمه له ترکمنستان او په درېیمه ورځ به له ایرانۍ سیالې ډلې سره سیالي وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، افغان لوبډلې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یادو لوبو ته خپل تمرینونه پيل کړي او په ښه چمتووالي سره به په لوبو کې ګډون وکړي.
https://avapress.com/vdcene8zfjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته