کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان ۲۰ کلنو فوټسال ملی ټیم تاجکستان ته ولاړ

1 قوس 1397 ساعت 17:04

د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټسال ملي ټیم تېره ورځ تاجکستان ته ولاړ.



د افغانستان د فوټبال فدارسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب رسنیو ته وویل، افغان لوبډله به له تاجکۍ سیالې لوبډلې سره د نومبر په ۲۶مه د تاجکستان په خجند ښار کې دوستانه لوبه وکړي.
نوموړی وايي، دا د اسیا د ملتونو جام لومړنیو سیالیو ته چې د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه چې په ازبکستان کې جوړېږي د چمتووالي تمرین هم دی.
د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې به د افغانستان د ۲۰ کلنو د فوټسال ټیم د ډسمبر په دوهمه له ترکمنستان او په درېیمه ورځ به له ایرانۍ سیالې ډلې سره سیالي وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، افغان لوبډلې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یادو لوبو ته خپل تمرینونه پيل کړي او په ښه چمتووالي سره به په لوبو کې ګډون وکړي.


د مطلب کود: 174557

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174557/افغانستان-۲۰-کلنو-فوټسال-ملی-ټیم-تاجکستان-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com