کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوګر د ازرې ولسوالۍ خلکو پر بایو متریک رایو خپل ټینګار څرګند کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 قوس 1397 ساعت 17:21

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکیو نن پنجشنبه( د لیندۍ لومړۍ) د کابل ـ ګردیز لویه لار د څو ساعتونو لپاره په دې اعتراص تړلې وه ، چې له بایو متریک پرته نورې ټولې رایې دې باطلې شي.



اعتراض کوونکيو په ډاګه کړې، چې مونږ د سر په بدله کې رایې ورکړي؛ خو اوس مو رایو ته  درناوی نه کېږي.
د لوګر ولایت په پل عالم ښار کې د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکیو د کابل ـ ګردیز لویه لار د څو ساعتونو لپاره؛ ځکه تړلې وه، چې د ټاکنو کمیسون دې له بایمیتریک پرته نورې رايې نه شمېري.
د ازرې اوسیدونکی خوشحال وايي، په دې ولسوالۍ کې خلکو د خپلې خوښې نوماند ته په سختو شرایطو کې رایه ورکړې او له خپلو پاکو رایو په هر قیمت دفاع کوي.
د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکی محمد خان وایي، مونږ په لوګر کې د ټاکنو له کمیسیون غوښتنه کړې، چې له پاکو رایو دې ناپاکې هغه بېلې شي او که غوښتنه مو ونه منل شي پر پراخو لاریونونو به لاس پورې کړو.
د ازرې اوسیدونکي وايي، که د ټاکنو ولایتي او مرکزي کمیسونونه يې غوښتنې ونه مني په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې به ګډون ونکړي.
د لوګر ولایت د ټاکنیزو شکایتو ولایتي دفتر مشر رحمت الله حقمل وايي، د ازرې ولسوالۍ په ځینو محلونو کې  تخنیکي ستونزې وې او هغه رایه نه حسابيږي، چې سریال نمبر يې موجود نه وي.
ښاغلی حقمل زیاتوي؛ د ټاکنو په ورځ د ازرې ولسوالۍ په ځینو محلونو کې ځينې درغلۍ او تخنیکي ستونزې مني او وایي؛ ټولې هغه رایې به وشمېرل شي، چې بایومتریک شوې وي.
نوموړي زیاته کړې؛ کومه رای پاڼه، چې ټاپه ونلري باطله ده او هغه رایه، چې دوه ځلې په نښه شوې وي هم باطلیږي.
دا یوازې د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي ندي، چې د بایو متریک رایو د شمېرلو غوښتنه کوي، بلکې له دې وړاندې د لوګر ولایت د نورو سیمو اوسیدونکیو هم د ټاکنو په اړه ورته غوښتنې کړې دي.
 


د مطلب کود: 174558

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174558/د-لوګر-ازرې-ولسوالۍ-خلکو-پر-بایو-متریک-رایو-خپل-ټینګار-څرګند-کړ

آوا
  https://www.avapress.com