دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 174563
د اسیا پراختیایې بانک د بڼوالي ارزښت د ځنځیري پراختیا لپاره ۷۵ میلیونه امریکایې ډالره مرسته وکړه
کرنه په افغانستان کې د ټولنیزې او اقتصادي ودې لپاره مهمه برخه ده. یاد سکټور د کار ملي ځواک دوه – درې برخې او همداشان په ۲۰۱۷ کال کې د ملي ناخالصو تولیداتو ۹.۲۱ سلنه جوړوي.

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، نن د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د اقتصاد عالي شورا د غړو په شتون کې د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس ښاغلي ساموئل تامیوا، سره په افغانستان کې د بڼوالي ارزښت د ځنځیري پراختیا لپاره د ۷۵ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دې مرستې موخه د بزګرانو، د کرنیزو توکو د تولیدونکو پیاوړتیا ده او همداشان د هغو متشبیثینو ملاتړ دی چې د افغانستان په اقتصاد کې کلیدي رول لري.
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د دې هوکړه لیک د لاسلیکولو په اړه وویل:" د بڼوالي پراختیا د زیاتې کاري زمینې برابرولو تر څنګ د افغانستان یو شمېر زیاتو خلکو ته د معیشت  زمینه هم برابروي، په دې برخه کې پانګونه د اقتصادي وضعیت ښه والي او د خوړو خوندیتوب د زیاتوالي سبب کیږي. افغان حکومت ژمن دی چې په هیواد کې د بڼوالۍ ظرفیت ته وده ورکړي او په افغانستان کې د بڼوالي ارزښت ځنځیري پانکونې څخه ملاتړ وکړي."
د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک رئیس ښاغلي ساموئل تامیوا وویل:" کرنه په افغانستان کې د ټولنیزې او اقتصادي ودې لپاره مهمه برخه ده. یاد سکټور د کار ملي ځواک دوه – درې برخې او همداشان په ۲۰۱۷ کال کې د ملي ناخالصو تولیداتو ۹.۲۱ سلنه جوړوي." نوموړي زیاته کړه: "بڼوالي د کرنې سکټور لویه برخه ده. د بڼوالي کلني محصولات ۱.۴ میلیارده ډالره دي او د کرنې سکټور ۳۴ سلنه ملي ناخالصه تولیدات جوړوي. د بڼوالي ارزښت د ځنځیري ودې په برخه کې همکاري کولی شي د افغانستان له اقتصادي ودې سره زیاته مرسته وکړي."
د بڼوالي ارزښت د ځنځیري پراختیا پروژه په کرنیزو تولیداتو کې ښه والی راولي او په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب کچه لوړوي. تر څنګ یې د دې پروژې له لارې هڅه کیږي چې د کرنې متشبثینو او بزګرانو تر منځ ښه اړیکه جوړه شي. د کرنې متشبیثینو او د بڼوالي ارزښت د ځنځیري پراختیا تر منځ د ښو اړیکو جوړول، مرسته کوي هغه واړه شرکتونه چې د لویو تولیدونکو لخوا محدود شوي دي او مالي سرچینو او خامو موادو ته کم لاسرسی لري، کولی شي وده وکړي.
له کرنیزو متشبیثینو سره د دې پروژې همکاري: د سړو خونو جوړول، د محصولاتو د بسته بندۍ لپاره ځانګړي ځایونه، د طبقه بندي لپاره ودانۍ او تجهیزات، زیرمتونونه، د پروسیس لپاره وسایل او ماشین الات، د کیفیت کنټرول لپاره مجهز لابراتوار، د انساجو د کر لپاره لابراتوار او همدا شان له نړیوالو معیارونو سره د متشبیثینو د بلدتیا لپاره پروګرامونه شامل دي.
د پروژې له ستونزو څخه د مخنیوي او پایداره مالي مدیریت لپاره د میکانیزم د یوې برخې په توګه، ټاکل شوي چې متشبیثین د پروژې د پلي کیدو ۵۰ سلنه لګښت ورکړي. همداشان د شرایطو وړ بزګران کولی شي د مدرنو شنو خونو د جوړیدو، کرنېزو وسایلو ته د لاسرسي، د پیازو او پټاټیو د ساتنې لپاره د ذخیرو، د انګورو د ودې لپاره د امکاناتو، د کرنیزو ځمکو د محصولاتو پروسیس لپاره د تجهیزاتو او د دې محصولاتو د وچیدو، درجه بندي، د اوبو سرچینو مدیریت او د اوبو ویشلو له لارې له دې پروژې څخه ګټه واخلي. یو غیر دولتي اداره به د متشبیثینو او بزګرو تر منځ د اړیکو جوړولو په برخه کې همکاري او اسانتیا برابروي.
یاده پروژه به د افغانستان د بڼوالي صادراتو کیفیت او لمنه کې په ځانګړې توګه د څیړنې، د نړیوالو ښو لارو چارو یو ځای کول او په افغانستان کې د بڼوالي محصولاتو لپاره د ملي بازارموندنې ستراتیژۍ ارتقاء له لارې ښه والی راولي.
د آسیا پراختیایي بانک چې مرکزي دفتر یې د فیلیپین په پلازمېنه مانیلا کې دی، د دوامداره اقتصادي ودې، د چاپیریال ساتنې د ښه والي او سیمه ایز پیوستون له لارې په آسیایي هیوادونو او اوقیانوسیه کې د بیوزلۍ د کچې راکمولو لپاره کار کوي. د آسیا پراختیایي بانک په ۱۹۶۶ کال کې جوړ شوی چې ټولټال ۶۷ غړي لري چې ۴۸ یي آسیایي هیوادونه دي. په ۲۰۱۷ کال کې د اسیا پراختیایې بانک فعالیتونه د ۲.۳۲ میلیارده ډالر دي چې ۹.۱۱ میلیارده ډالر یې د ګډ مالي تمویل له لارې دي.
 
https://avapress.com/vdcb0ab8frhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته