دخپریدو نیټه :جمعه ۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 174576
لوګر خلګ ټاکنیزو تقلبونو په غبرګون، کابل-ګردیز لاره وتړله
د لوګر ولایت ازره ولسوالی په لسګونه اوسیدونکې، تیره ورځ په یو اعتراضی حرکت کې د کابل-ګردیز لاره کې، په پارلمانی ټاکو کې پاک او ناپاک رایو بیلیدو غوښتونکې شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ددی ولسوالی اوسیدونکې چی څو ساعته د کابل-ګردیز په لویه لاره د تګ او راتګ په وړاندی تړلی وو، ټینګار کړی چی بایومتریک نه شوی رایی باید د اعتبار وړ نه وی. ځکه په دی ولسوالی کې پراخ تقلب صورت نیولی دی او ډیر خلګ رای ورکوونې صندوقونه په غیری قانونی توګه ډک کړی دی.
خوشحال محمد او تعویذ خان، ددی ولسوالی اوسیدونکې آریانا نیوز ته وویل چی که نه بایومتریک رایی باطل نه شی، هغوی خپل لاریون ته پراختیا ورکوی او ریاست جمهوری ټاکنو کې به هم ګډون ونه کړی.
دا په داسی حال کې دی مخکې له دی ټاکنو کمیسیون ویلی وو چی بایومتریک نه شوی رایی په هغه حوزو کې جدی اعتراضات شتون ونه لری، اعتبار به ورکړل شی.
خو رحمت الله حقمل، لوګر ټاکنیزو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون مشر وایی چی پاک او ناپاک رایی به په دی ولایت کې بیل شی.
ټاکنو خپلواک کمیسیون قرار دی چی نن جمعه(قوس ۲)، د لسو ولایتونو ابتدایی نتایج اعلان کړی.
 
https://avapress.com/vdcfejdyvw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته