دخپریدو نیټه :جمعه ۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 174584
ولسمشر غنی: افغانستان خلګ د طالبانو حاکمیت نه غواړی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي خلک د طالبانو حاکمیت نه غواړي او ولس یې د سولې، تحصیل، سوکاله ژوند او د افغانستان د پرمختګ پلویان دي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون مازدیګر د جاغري او مالستان ولسوالیو له یوشمېرمشرانو او متنذینو سره د کتنې پر مهال وکړې.
 هغه وویل، چې په بېلابېلو ځایونو کې یې چې له خلکو سره غږیدلی، خلک د طالبانو حاکمیت نه غواړي.
جمهور رئیس غني وویل”دوی د سولې، تحصیل، سوکاله ژوند او د افغانستان د پرمختګ پلویان دي او په هیڅ وجه حاضر نه دي چې د دولت لاسته راوړنې له منځه لاړې شي. “
 ولسمشر غني په جاغوري کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو په اړه وویل، چې د کمانډویانو ځواکونو د شهادت زموږ د ملي یووالي نښه ده او زموږ ملي وحدت زموږ د بقا وسیله ده.
ولسمشر غني څرګنده کړه، د جاغوري او مالستان په اړه راتلونکي اقدامات د ثبات تحکیم دی او واضح هدایت او امنیتي پلان د غزني او ولسوالیو لپاره وجود لري او ټینګار یې وکړ چې د امنیتي لارو د امنیت تامین زموږ د پلانونو برخه ده.
هغه وویل، په جاغوري او مالستان کې د پوستو د تحکیماتو لپاره واضح لارښوونه شوې او د بامیانو ځانګړې قطعه تر کار لاندې ده.
ولسمشر غني څرګنده کړه، د لومړنیو توکو د لېږد په اړه لارښوونه شوې او د بې ځایه شویو د انتقال لپاره ځانګړې مرستې کېږي او ټپیانو ته هم پاملرنه شوې.
 
https://avapress.com/vdceve8zejh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته