دخپریدو نیټه :جمعه ۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۷
د مطلب کود : 174585
خوست کې د ملی اردو په یو جومات کې ځانمرګی برید شوی
د خوست ولایت د مندوزي ولسوالی په مربوطاتو د ملي اردو په یوه جومات کې ځانمرګي برید شوی، چې له امله یې یو شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، پېښه نن ماسپښین د ملي اردو په یوه لوا کې د جمعې د لمانځې پر مهال رامنځته شوې ده.
په جنوب ختېځ کې ملي پوځ یوه سرچینه وایي، د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ پوځیان شهیدان شوي او شاخوا ۲۰ نور ټپیان دي.
بلخوا نا تائید شوي راپورونه وایي چې په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
خوست د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د خوست  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcfcjdytw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته