د پاکستان په خیبر پښتونخواه ایالت کې چارواکي وایي، چې د یوې چاودنې له امله یې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستان خیبر پښتونخواه ایالت کې چاودنه ۶۰ کسانو ته مرګژوبله اړولي
2 قوس 1397 ساعت 19:32
د پاکستان په خیبر پښتونخواه ایالت کې چارواکي وایي، چې د یوې چاودنې له امله یې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي زیاتوي، چې پېښه نن سهار د هنګو ښار په کالایا بازار کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۵ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، دغه چاودنه د یوې امام بارګاه مخې ته رامنځته شوې ده خو د نوعیت په اړه یې کره معلومات په لاس کې نشته.
تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د پاکستان په کراچي ښار کې درې تنه وسله والو چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، د چین پر قونسلګری ډلییز برید پیل کړ، چې په پایله کې یې د برید کوونکو په ګډون پنځه کسان ووژل شول.
د مطلب کود: 174586