د راپورونو له مخې، مولوي حقاني د ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو په ډزو وژل شوی دی.
تر اوسه کوم چا یا ډله پر مولوي حقانی د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ماښام یوه ځانمرګي بریدګر په پلازمېنه کابل ښار کې د علماو پر یوه غونډه برید وکړ، چې په پایله کې یې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)