دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 174678
ناتو په افغانستان کې امریکایی یو سرتیری وژل کیدنه تایید کړه
په افغانستان کې قاطع ملاتړ ماموریت د ناتو په مشری تایید کړه چی یو امریکایی سرتیری تیره ورځ شنبه وژل شوی دی.

د ناتو په اعلامیه کې ویل شوی دی چی ددی سرتیری هویت او مکان په اړه به معلومات وروسته ارائه شی.
په جاری میلادی کال کې چی دا څو ځل دی چی خارجی سرتیری د دولت مسلح مخالفانو سره په جګړه کې یا خودی بریدونو کې وژل کیږی.
مخکې هم یو امریکایی سرتیری د یو خودی برید په ترڅ کې چی کابل کې رامنځته شو، ووژل شو او یو بل خارجی سرتیری هم ټپی شو.
وژل شوی سرتیری برنت تیلور نوم درلود چی د ۲۰۱۳ کال راهیسی شمالی آګدن ښار ښاروال ټاکل شوی او نظامی دندې لپاره افغانستان کې، موقتآ ددی سمت څخه لیری تللی وو.
د جاری کال اسد ۱۴ تاریخ کې هم د خارجی ځواکونو یو کاروان د پروان ولایت مرکز خلازیی سیمه کې د انتحاری برید لاندی قرار ونیول چی په ترڅ کې یی ناتو دری سرتیری وژل شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی امریکا په حاضر حال کې نږدی ۱۴ زره سرتیری په افغانستان کې لری چی افغان او امنیتی ځواکونو مشوره ورکولو او زده کړی ورکولو باندی مصروف دی.
 
https://avapress.com/vdciy5azvt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته