دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 174679
کابل کې علماوو شورا مشر د وژل کیدو په وړاندی ولسمشر اشرف غنی غبرګون
افغانا ولسمشر محمد اشرف غني په پلازمېنه کابل ښار کې د کابل د علماو شورا مشر د وژنې په اړه غبرګون وښود.

 له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني هغه ترهګریز برید په سختو ټکو غندي چې په پایله کې یې د کابل د علماو شورا رئیس مولوي عبدالبصیر حقاني شهید شو.
ولسمشر غني وویل”ترهګر پر علمای کرامو، قاریانو، دیني او اسلامي محافلو د بریدونو په ترسره کولوسره ښیي چې عملاً د دیني او اسلامي ارزښتونو مبلغینوسره په جنګ کې دي. “
د ارګ ماڼی له مخې، جمهور رئیس اړوندو امنیتي مسوولینو ته د برید د عاملینو د تشخیص او د قانون منګولو ته د سپارلو دستور ورکړ وې ویل، د افغانستان دښمنان پر علمای کرامو او د وطن پر خدمتګارو شخصیتونو د بریدونو له لارې د جنګ پر ختېمدو او سولې ته پر رسېدو زموږ د خلکو په ځانګړي ډول د علماو اراده نشي کمزوری کولی.
تر اوسه کوم چا یا ډله پر مولوي حقاني د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
امنیتي چارواکي او د علماو شورا سرچینې وایي، مولوي حقاني پرون د کابل ښار د اوومې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې ووژل شو.
 
https://avapress.com/vdcjaxevhuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته