دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 174681
بدخشان ولایت کط پستې حاصلات ۱۰۰ ټنه زیاته شوی
د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالداری وزارت وایي، د بڼوالۍ د ترویج او لا ودې په پار د کرنې وزارت دهلو ځلو پایله ښیې، چې د بدخشان د پستې د حاصلاتو کچه ۱۰۰ ټنه زیاته شوې ده.

د کرنې، اوبو لګونې او مالداری وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د دې ولایت د پستې محصولات دتېر کال په پرتله ۱۰۰ ټنه زیاته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تېر کال ددې ولایت د پستې له ونو څخه ۳۰۰ ټنه حاصل ترلاسه شوې وه خو سږ د بدخشان د پستې د حاصلاتو کچه ۴۰۰ ټنه ده.
د بدخشان دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د پستې بڼونه او نیالګي تر ډېره د بدخشان ولایت په شهربزرګ، تشکان، یفتل پایان، ارګو، کشم، درایم، دروازها، راغ، یاوان او کوهستان ولسوالیوکې شتون لري.
چارواکي زیاتوي، چې په بدخشان کې د دې مېوې عواید هم ښه دي. د سیمه ییزو بازارونو د بیې پر اساس د بدخشان د پستې د بڼوالو عاید ۲۸۵ میلیونه او ۷۰۰ افغانۍ دی، چې د تخار، کندز، کابل او بلخ بازارونو کې یې پلورل کیږي.
په بدخشان کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» او د بدخشان دکرنې ادارې له خوا ۵۲۰ جریبه د پستې بڼونه جوړې شوي دي او ددې ترڅنګ ۱۴ زره هکټاره د پستې ځنګلونه په طبیعي ډول ددې ولایت غرونه پوښلي دي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالداری وزارت په وینا، د دې وزارت له خوا جوړې شوې بڼونه له یوې تر پنځه جریبه ده. دمګړۍ د پستې حاصلات په هغو سیمو کې، چې د پستې ونې په کې دي د خلکو ۳۰ سلنه عاید برابروي. د یادو ولسوالیو اوسیدونکي د پستې میوې له ۷۰ سلنه عوایدو څخه ګټه پورته کوي.
 
https://avapress.com/vdcc40qss2bqme8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته