دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 174683
داعش وسله وال ډلې خراسان څانګې ویاند په ننګرهار کې ووژل شو
د اسلامي دولت نومې ډلې د خراسان څانګې ویاند د ننګرهار ولایت په ده بالا ولسوالی کې ووژل شو.

د افغانستان په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ۱۳۹۷ کال لړم په ۲۸ مه نیټه د ننګرهار ولایت د ده بالا ولسوالی په مربوطاتو کې د داعش د خراسان جنګیالیو دتبلیغاتی خپرونو مسؤل شرافت شفق د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې شفق د داعش تروریستې ډلې یو پیژندل شوی تبلیغاتي خبریال و، چې د داعش ډلې د ایډیالوژی په خپرولو سره په ټول افغانستان کې یادې ډلې ته یې د عامو خلکو د جلب او جذب په اړه هراړخیزه هلې ځلې کولې.
 د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdceve8zxjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته