دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 174697
ناتو به په فراه ولایت کې له افغان ځواکونو ملاتړ کوي- سکات میلر
د پرېکنده ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان فراه ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په دې ولایت کې ناتو ځواکونه ځای پر ځای کیږي.

د پرېکنده ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان سکات میلر، چې د شنبې پر ورځ دغه ولایت ته په سفر تلی؛ ټینګار کوي، چې د طالبانو پر سنګرونو به ځمکني او هوایي بریدونه هم تر سره شي.
د فراه والي محمد شعیب ثابت له پرېکنده ماموریت ځواکونو څخه د وسلوالو مخالفانو د ځپلو په موخه د چټکې مرستې غوښتونکی شوی دی.  
دغه ولایت ته د ناتو ځواکونو د بېرته ورګرزیدو سره سم، وسلوالو طالبانو پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه لږ کړي او د ښار له څنډو څخه لیرې پرتو کلیو ته پرشاه تمبول شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhxevauqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته