دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 174714
د قوماندان علی پور نیول کیدو په ضد لاریون په کابل کې تاوتریخوالي باندی اوښتي
د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د قوماندان علي پور د نیولو په ضد مظاهره په تاوتریخوالي واوښته.

امنیتي چارواکي وایي، د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د پولیسو یوه سرتېري ټپي شوی دی.
ویل کېږي، چې مظاهره چیانو د لاریونو پر مهال ډزې هم کړې دي او په سیمه کې یې د پولیسو ځینو پوستو ته اور اچولی دی.
د راپورونو له مخې، قوماندان علي پور د ملي امنیت ریاست د ځواکونو له خوا د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
عیني شاهدان وایي قوماندان عليپور نن سهار د کابل ښار له قلعه قاضي سیمې څخه د ملي امنیت ریاست د موظفینو له خوا ونیول شو.
پر نوموړی تور دی چې د مرکزي ولایتونو په لویو لارو کې یې مسافرین ځوروي او د غیر مسوولو وسله والو مشری هم په غاړه لري.
 
https://avapress.com/vdcjvxevxuqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته