دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 174715
کندز دشت ارچي ولسوالی کې افغان ځواکونو چاڼيیز عملیات ترسره کړي
د افغانستان په شمال کې افغان پوځ ادعا کوي، چې د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالی په مربوطاتو کې د ځانګړو ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو له پیل څخه تر اوسه پورې څه باندې ۶۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې دا عملیات د پامیر د لسمې کنډک او د ملي امنیت د ۰۹ او ۰۵ د قطعاتو منسوبینو له خوا پر مخ بیول کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې تر دا مهال څه باندې ۵۴ وسله وال وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د خبرپاڼې له مخې، په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو ۱۳ ډلمشران هم شامل دي.
په دغه خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ کړی ماینونه کشف او خنثی شوي او د ۲ ضربه هاوان، یو میل دهشکه او دوه عرادې موټرسایکلونه په هوایي بریدونو کې ویجاړې شوي او د دښمن ۱۵ قرارګاوې او ۶۰ مواضع ګانې لمنځه تللي دي.
کندز د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا نا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې د کندز ولایت امنیتي وضعیت تر پخوا نور هم خراب شوی دی.
د فاریاب  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdca6yn6m49n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته