کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکنو خپلواک کمیسیون: ښایی ولسمشریز ټاکنې راتلونکي تلې ترمیاشت پوری وځنډول شی

4 قوس 1397 ساعت 18:36

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د راتلونکې کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهالویش کار روان دی او ولسمشری ټاکنې ښایي د راتلونکي کال د تلې تر میاشت پورې وځنډول شي.



د دې کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ټاکنو په اړه پر ځینې طرحې کار کوي، چې له مخې به یې ولسمشریزې ټاکنې، د غزني د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۲ مه نیټه ترسره شي.
نوموړی زیاته کړه، چې د ټاکنو د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو پر طرحه هم غور کوي.
ټاکل شوې وه چې د راتلونکي کال ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل میاشتې په ۳۱ مه نیټه ترسره شي.
 


د مطلب کود: 174717

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174717/ټاکنو-خپلواک-کمیسیون-ښایی-ولسمشریز-ټاکنې-راتلونکي-تلې-ترمیاشت-پوری-وځنډول-شی

آوا
  https://www.avapress.com