دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 174743
یاسین سالک د ګلوبل کلاسیک بدن ښکلا سیالیو کې لومړي مقام ترلاسه کړ
د بدن ښکلا افغان لوبغاړي یاسین سالک د ګلوبل کلاسیک د بدن ښکلا په سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه او د سرو زرو مډال یې خپل کړ.

دغه سیالۍ نن یکشنبه د لیندی په ۴ مه د چین په ماکاو ښار کې ترسره شوه چې د بیلابیلو هیوادونو لوبغاړو پکې ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده چې یاسین سالک قادري د ۲۰۱۷ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې هم د منګولیا د بدن ښکلا سیالیو په برخه کې ټول هېوادونه مات کړی و.
له دې وړاندې هم ښاغلي قادري د بدن ښکلا په برخه کې د آسیا په کچه لومړی مقام ترلاسه او د سرو زرو مډال یې خپل کړی و.
دغه سیالي چې د ۲۰۱۷ ملادي کال د اګسټ په میاشت په سویلي کوریا کې جوړه شوې وه له افغانستانه شپاړس تنو لوبغاړو پکې ګډون پکې ګډون کړی و.
 
https://avapress.com/vdcbaab8frhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته