دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 174744
ټاکنو خپلواک کمیسیون د پنځو نورو ولایتونو ولسي جرګي ټاکنو لمړی پایلې اعلان کړ
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د پنځو نورو ولایتونو لومړنی پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد نن د  کاپیسا، لغمان، نیمروز، زابل او پنجشیر ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنی پایلې اعلان کړې.
ښاغلي صیاد زیاته کړه، چې له زابل ولایت څخه عبدالقادیر قلاتوال، حمید الله توخي او زهرا توخي ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.
همداراز له پنجشیر ولایت څخه حاجي محمد زلمي نوري او راحله سلیم ولسي جرګې ته لاره موندلې او له نیمروز ولایت څخه یې فریده حمیدي او ګل احمد نورزاد بریالي شوي دي.
د ښاغلي صیاد په وینا، له لغمان ولایت څخه جنرا عبدالمنیر تره خیل، محمد رفیع مموزي، انجنیز محمد عالم قرار او الحاج زیفنون صافي او له کاپیسا ولایت څخه میرداد نجرابي، انجنیر میر حیدر افضلي جنرال محمد اقبال صافي او خدیجه الهام ولسي جرګې ته لاره موندې ده.
 
https://avapress.com/vdcc00qs02bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته