دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 174745
ایران لویدیځه سیمه کې زلزله شوي
د ایران لویدیځه سیمه چې له عراق سره پوله لري، نن د زلزلې یوه ټکان ولړزوله.

ایراني چارواکو ویلي دي چې د ریښتر په اندازه ۶ عشاریه درې درجې دې زلزلې هم هغه سیمه لړزولې ده چې تېرکال په کې زلزلې څه د پاسه ۶۰۰ کسان وژلي وو.
راپورونه وايي چې په نننۍ زلزله کې ۴۰۰ کسان ژوبل شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي دي چې زلزلې لوی ښارونه نه‌دي لړزولي، خو یو شمېر کلي يې زیانمن کړي دي.
تېر میلادي کال ۷ عشاریه درې درجې یوې زلزلې له عراق سره پر پوله د ایران لویدیځې سیمې ووهلې چې په نتیحه کې يې ۶۲۰ کسان ووژل.
https://avapress.com/vdcdoo0fkyt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته