د دغه ګوند له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د وحدت اسلامي ګوند د ملي د میدان وردګو ولایت اړوند د پاڅونوالو قوماندان علي پور نیول کېدل غندي او دا یې یوه غیر مسئولانه او پارونکي عمل بولي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د وحدت اسلامي ګوند له حکومته غواړي چې له کوم قید او شرط پرته قوماندان علي پور خوشې کړي.
عیني شاهدان وایي قوماندان عليپور پرون سهار د کابل ښار له قلعه قاضي سیمې څخه د ملي امنیت ریاست د موظفینو له خوا ونیول شو.
دا په داسې حال کې ده د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د قوماندان علي پور د نیولو په ضد مظاهره په تاوتریخوالي واوښتې.
امنیتي چارواکي وایي، د پرونی لاریون او د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د پولیس ۲۰ سرتېري ټپيان شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)