کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انتخاباتو کمېسیون د ۵ ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 قوس 1397 ساعت 11:10

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون شپه د پنځو ولایتونو د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجې اعلان کړې.



د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد په یوه خبري کنفرانس د لغمان، کاپيسا، پنجشیر، زابل او نیمروز پایلې ولوستې.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر وویل چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړنیو پایلو کې قادر قلاتوال، حمیدالله توخي او زهرا توخي له زابل نه کامیابه شوي.
منیر تره خیل، محمدرفیع مموزی، محمدعالم قرار او زیفنون صافۍ د لغمان مخکښ کاندیدان دي.
میردادخان نجرابي، حیدرافضلي، اقبال صافی او خدیجه الهام هم له کاپيسا څخه په ابتدايي لېست کې راغلي.
په پنجشیر کې زلمی نوري او راحله سلیم بریالي شوي او فریده احمدي او ګل احمد نورزاد هم له نیمروزه تر نورو مخکې دي.
تردې مخکې د ډایکندي، بامیان، جوزجان، فراه او ارزګان ابتدایي پایلې هم اعلان شوې وې.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي بدیع صیاد د رأیو د شمېرلو په اړه د شفافیت د کارونې ډاډ ورکړ او ویې ویل، که خلک د ټاکنو په پایلو شکایت ولري کولای شي خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره ثبت کړي.


د مطلب کود: 174755

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174755/د-انتخاباتو-کمېسیون-۵-ولایتونو-لومړنۍ-پایلې-اعلان-کړې

آوا
  https://www.avapress.com