دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 174756
ولسمشر غني د جنېوا کنفراسن لپاره سویس ته ولاړ
د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر وایي، افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د جنېوا کنفرانس لپاره سویس ته ولاړ.

له ارګه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د جنېوا په کنفزانس کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون په موخه سویس ته ولاړ.
خبرپاڼه زیاتوي، چې جمهوررئيس غني به ددغه سفر په ترڅ کې د کنفرانس په عمومي غون‌‌‌‌‌‌ډه کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون او وینا ترڅنګ د ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکو هېوادونو له مقاماتو سره دوه اړخیزې کتنې ولري.
ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د جنېوا دغه دوه ورځنی کنفرانس سبا سې شنبې پرانیستل شي.
د راپورونو له مخې، په دغه کنفرانس کې به د سیمې او نړۍ یوشمېرهېوادونه او څو نړیوال سازمانونه ګډون وکړي.
ویل کېږي چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان په اړه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ژمنې وارزول شي.
د ارګ ماڼی چارواکو تر دې مخکې ویلي و، چې په دغه کنفرانس له ولس او نړیوالې ټولنې سره د حکومت ژمنې او همداراز له افغانستان سره یې د نړیوالې ټولنې ژمنې ارزول کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftjdyvw6deea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته