کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسلوالو طالبانو په فراه ولایت ۱۸ پولیس وژلي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 قوس 1397 ساعت 16:37

د فراه ولایتي شورا ویلي، چې د وسلوالو طالبانو په یوه کمین کې ۱۸ پولیس سرتېري وژل شوي دی.



د فراه ولایتي شورا غړي داد الله قانع څرګنده کړې، چې تېره شپه د ملي پولیسو یو کاروان د دغه ولایت د لاش جوین ولسوالۍ پر لوري روان و، چې په لاره کې د وسلوالو طالبانو له یوه کمین سره مخ شو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې کمین کې د لاش جوین ولسوالۍ د پولیسو د قومندان محمد اقبال په ګډون ۱۸ ملي پولیس وژل شوي دي.
دغه راز په دې پېښه کې د پولیسو د منتظره قطعې آمر شهباز باتور او د پولیسو د امنیه قومندانۍ د ریزرف ټولي مرستیال موسی دلاور هم وژل شوي او د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال حاجي قادر جان ټپي شوی دی.
د فراه ولایت امنیتي مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
ویل کیږي،چې دغه کاروان یادې ولسوالۍ ته له نوي امنیه قومندان سره وسلې او مهمات هم لیږدول، چې په لاره کې له کمین سره مخ شو.
وسلوالو طالبانو هم تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
 


د مطلب کود: 174778

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174778/وسلوالو-طالبانو-په-فراه-ولایت-۱۸-پولیس-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com