دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۴
د مطلب کود : 174785
کابل کې د قوماندان علیپور د نیولو په وړاندی د خلګو لاریون دوام
په پلازمېنه کابل ښار کې د میدان وردګو ولایت د پاڅونوالو د یو قوماندان د علي پور د نیولو پر وړاندې مظاهرې دوام لري.

له بلخ او بامیان ولایتونو څخه ترلاسه شوي راپورونه وایي، چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار او د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د قوماندان علي پور د نیولو پر وړاندې لاریونونه پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د تیرې ورځې مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې چې په ترڅ کې یې یو شمېر ټپیان هم شوي دي.
د کابل امنیه قوماندانی وایي د تاوتریخوالي په پایله کې د پولیسو شاوخوا ۲۰ سرتېري ټپیان شوي دي.
بلخوا راپورونه وایي چې د تظاهراتو له امله یې د کابل د غرب په لور غڅېدلې لارې تړل شوې او د قوماندان علي پور د خلاصون لپاره مظاهرې د پل سوخته په سیمه کې دوام لري.
عیني شاهدان وایي قوماندان عليپور پرون سهار د کابل ښار له قلعه قاضي سیمې څخه د ملي امنیت ریاست د موظفینو له خوا ونیول شو.
 
https://avapress.com/vdch6knzm23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته