کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قوماندان علیپور نیول کیدو په اړه ملی امنیت څرګندونې

5 قوس 1397 ساعت 18:04

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تائیدوي چې د پاڅونوالو یو قوماندان علي پور مشهور په قوماندان شمشیر د دې ریاست د موظفینو له خوا نیول شوی دی.



ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې ویلي، چې قوماندان علي پور د لیندی په څلورمه د کابل ښار د قلعه قاضي له مربوطاتو څخه نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې قوماندان علي پور د غیرقانوني فعالیتونو، غیرقانوني اخاذیو او شوکو، او پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په تور نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د قوماندان علي پور د نیولو په ضد پرونی مظاهره په تاوتریخوالي واوښتې.
امنیتي چارواکي وایي، د تیرې ورځې په لاريونونو کې د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې له امله یې د پولیسو ۲۰ سرتېري ټپيان شوي دي.
 


د مطلب کود: 174786

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174786/قوماندان-علیپور-نیول-کیدو-په-اړه-ملی-امنیت-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com