کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قوماندان علیپور نیول کیدو په وړاندی جنرال عبدالرشید دوستم غبرګون

5 قوس 1397 ساعت 18:11

د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوست د قوماندان علي پور د نیولو په اړه غبرګونو وښود.



جنرال دوستم د یو بیان په خپرو سره د قوماندان علي پور نیول کیدل او د پاڅونوالو د نورو قوماندانانو په وړاندې د امنیتي بنسټونو ورته چلند نامناسبه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا کار به د حکومت او ولس په ګټه نه وي.
هغه زیاته کړه، چې د قوماندان علي پور نیول کیدل به په غور ولایت کې د ناامنی د زیاتوالي لامل شي ځکه قوماندان علي پور د ترهګرو په وړاندې په ډیره میړانه وجنګیده.
نومړی همداراز اړه وویل، چې تجربې ښودلې چې د ترهګرو او د ولس د دښنمانو ضد قوماندانانو نیول کېدل د هېواد د امنیتي وضعیت د لا خرابوالي لامل ګرځي.
د جنرال دوستم په وینا، د قوماندان قیصار تر نیول کیدو وروسته په فاریاب ولایت کې څه باندې ۱۰۰ کلي د ترهګرو او دښمنانو لاس ته لوېدلې دي.
قوماندان عليپور پرون سهار د کابل ښار له قلعه قاضي سیمې څخه د ملي امنیت ریاست د موظفینو له خوا ونیول شو.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست تائیدوي چې د پاڅونوالو یو قوماندان علي پور مشهور په قوماندان شمشیر د دې ریاست د موظفینو له خوا نیول شوی دی.
 


د مطلب کود: 174787

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174787/د-قوماندان-علیپور-نیول-کیدو-په-وړاندی-جنرال-عبدالرشید-دوستم-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com