دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 174827
ټاکنو خپلواک کمیسیون د پروان ولایت ولسی جرګې ټاکنو لومړني پایلې اعلان کړې
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پروان ولایت په اړه د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنی پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وینا، له پروان ولایت څخه عبدالعزیز همایون هریرود، میر رحمان رحماني، صدیق احمد عثماني، عبدالظاهر سالنګي، ذکیه سنګین او سامعه عزیزي سادات ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد پرون د  کاپیسا، لغمان، نیمروز، زابل او پنجشیر ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنی پایلې اعلان کړې.
ښاغلي صیاد زیاته کړه، چې له زابل ولایت څخه عبدالقادیر قلاتوال، حمید الله توخي او زهرا توخي ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.
همداراز له پنجشیر ولایت څخه حاجي محمد زلمي نوري او راحله سلیم ولسي جرګې ته لاره موندلې او له نیمروز ولایت څخه یې فریده حمیدي او ګل احمد نورزي بریالي شوي دي.
د ښاغلي صیاد په وینا، له لغمان ولایت څخه جنرا عبدالمنیر تره خیل، محمد رفیع مموزي، انجنیز محمد عالم قرار او الحاج صیفون صافي او له کاپیسا ولایت څخه میرداد نجرابي، انجنیر میر حیدر افضلي جنرال محمد اقبال صافي او خدیجه الهام ولسي جرګې ته لاره موندې ده.
 
https://avapress.com/vdcewe8zfjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته