کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان لومړی وزیر: پاکستان آماده دی چی افغانستان سولې بهیر کې رول ولوبوی

6 قوس 1397 ساعت 10:14

د پاکستان لومړی وزیر عمران وایي پاکستان په افغانستان سوله غواړي او هېواد یې چمتو دی چې د افغان سولې په بهیر کې له نورو شریکانو سره یو ځای رول ولوبوي.



نوموړی دغه څرګندونې پرون د فاټا او خیبر پښتونخواه له مشرانو سره د کتنې پرمهال وکړې.
هغه وویل، چې پاکستان به د افغان سولې په بهیر کې خپل رول ولوبوي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان سوله په پاکستان کې د تلپاتې سولې لپاره اړینه ده.
ښاغلي خان همداراز وویل، چې پاکستان پر خپله خاوره یوه ټپول شوې جګړه کړې چې له امله یې ستره اقتصادي بیه پرې کړې ده.
هغه وویل، چې هېواد به یې له دې وروسته پر خپله خاوره په دې ډول هېڅ جګړه کې برخه وانخلي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوه پلاوي په مشری پرون دوشنبه شمالي وزیرستان ته تللی و.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتي څانګې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له لومړی وزیر عمران خان سره په دغه سفر کې د پاکستان پوځ مشر هم ملتیا کوله.
 


د مطلب کود: 174828

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174828/پاکستان-لومړی-وزیر-آماده-دی-چی-افغانستان-سولې-بهیر-کې-رول-ولوبوی

آوا
  https://www.avapress.com