دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 174831
په کابل ښار کې د یوې چاودنې مخه ونیول شوه
د کابل امنیه قومانداني وایي د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوې چاودنې مخه نیولې ده.

د امنیه قومانداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هاوان یو مرمی چې د موبایل ټیلیفون په وسیله عیار شوی و، مخکې له چاودنې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او خنثی کړای شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا ماین د عبدالحق څلور لاې په مربوطاتو کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه ځای پر ځای شوی و.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونی په پلازمېنه کابل ښار کې یوه ځانمرګي بریدګر د عالمانو یوه غونډه په نښه کړه، چې له امله یې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtxevvuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته