کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نن په جنیوا کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پرانېستل کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 قوس 1397 ساعت 11:13

نن د سویس په جنیوا ښار کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس پرانېستل کېږي.


په دغه کنفرانس کې به چې مشري یې د افغانستان حکومت او ملګري ملتونه په ګډه کوي، ګډونوال هغه ستراتیژۍ، مرستې او پرمختګونه ارزوي چې افغانستان او نړیوالې ټولنې د بروکسل د ۲۰۱۶ میلادي کال په نړیوال کنفرانس کې په مختلفو برخو کې پرې موافقه کړې وه.
د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د څه باندې ۱۵ میلیارډه ډالرو مرستې ژمنې کړې وې، خو په‌دې کنفرانس کې به له افغانستان سره نوې مرستې نه اعلانېږي، بلکه پر هغو پالیسو او اجنډاوو به تمرکز کېږي چې په نتیجه کې یې افغانستان د سولې، سوکالۍ او ښې حکومتوالۍ لور ته بیایي.
د افغانستان حکومت ویلي چې دې کنفرانس ته یې پوره تیاری نیولی او نړیوال به قانع کړي چې هغه ژمنې یې تر ډېره عملي کړي چې په مخکینې کنفرانس کې یې له نړیوالې ټولنې سره کړې وې.
افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس دواړه په‌دې کنفرانس کې چې د ولسمشر د مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په وینا د څه کم سلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي په کې برخه اخلي، ګډون کوي.


د مطلب کود: 174833

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174833/نن-په-جنیوا-کې-د-افغانستان-اړه-نړیوال-کنفرانس-پرانېستل-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com