کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګلوبل پارټنرشیپ د ښوونې په برخه کې له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 قوس 1397 ساعت 12:25

د ګلوبل پارټنرشیپ (Global Partnership for Education) په نوم نړیوال سازمان د ښوونې په برخه کې له افغانستان سره څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.



یاد سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې له جنګ ځپلو هېوادونو سره د مرستې په لړ کې د افغانستان، میانمار او جنوبي سودان لپاره څه باندې ۲۰۹ میلیونه ډالر منظور کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د د ګلوبل پارټنرشیب سازمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له جنګ ځپلو هېوادونو سره ۴۳۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو لپاره، په خاصه توګه د نجونو لپاره د متوازنې او مساوي ښوونې او روزنې زمینه برابرولو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کېږي.
د ګلوبل پارټنرشیپ په وینا، له دغو پیسو څخه په ګټه به د افغاستان په هغو سیمو کې یې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو کار پیل شي چې د رامنځته شوي پرمختګ څخه شاته پاتې شوي دي.
 


د مطلب کود: 174837

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174837/ګلوبل-پارټنرشیپ-د-ښوونې-په-برخه-کې-له-افغانستان-سره-۱۰۰-میلیونه-ډالره-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com