دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 174851
طالبانو له بلخ ولایت څخه سرپل ته د روان موتر ۲۵ مسافر تښتولي
د سرپل ولایتي شورا یوغړي په ډاګه کړې، چې یو طالب قومندان مهدي مجاهد نومي د دې ولایت د بلخاب ولسوالۍ د آق کبرک په اړوند سیمه کې د یوه موتر ۲۵ سپرلۍ تښتولي دي.

د سرپل ولایتي شوراغړی اسدالله خرم زیاتوي، دغه مسافر له بلخ ولایت څخه د سرپل بلخاب ولسوالۍ ته پر لاره و، چې د یاد طالب قومندان له لوري وتښتول شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ یاد مسافر دمګړۍ د سنچارک په کندلیک سیمه کې ساتل کیږي.   
د سرپل پولیس وایي، چې دغه ۲۵ مسافر د  بلخ ولایت له زارع او امرخ ولسوالۍ څخه تښتول شوي دي.
طالبانو تر دې دمه د دغو مسافرو د تښتولو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsab88rhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته