کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قوماندان علیپور نیولو پرېکړی په اړه معصوم استانکزی دریځ

6 قوس 1397 ساعت 17:43

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د پاڅوانوالو قوماندان د علي پور د نیولو په اړه د ملي امنیت ریاست د پرېکړې ننګه وکړه.



ښاغلي ستانکزي د مشرانو جرګې د استعماعیه غونډې پر مهال وویل، چې قوماندان علي پور قانون نقض کړی دی او په اړه یې په خواله رسنیو کې ویډیوګانې موجودې دي.
نوموړی همداراز وویل، چې حکومت نه غواړي، چې په هېواد کې د معافیت فرهنګ عام شي او ټینګار یې وکړ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري چې دغه کسان ونیسي.
د ملي امنیت ریاست پرون په یوه بیان کې وویل، چې قوماندان علي پور د غیرقانوني فعالیتونو، غیرقانوني اخاذیو او شوکو، او پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په تور نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پاڅونوالو یو قوماندان علي پور مشهور په قوماندان شمشیر د دې ریاست د موظفینو له خوا نیول شوی دی.
بلخوا قوماندان علي پور د خپلې قضیې په اړه حکومت ته په یوه لیک کې ژمنه کړې چې پر ځان یې د لګېدلو تورونو د څېړلو په برخه کې به پوره همکاري وکړي.
په دغه لیک کې چې د رسنیو له لاري خپره شوې، راغلي چې نومړی چمتو دی چې خپل ټول وسلې له حکومت سره ثبت کړي یا د حکومت په واک کې وسپاري.
نومړی همداراز ژمنه کړې چې د حکومتي او امنیتی بنسټونو د څېړلو تر پایه په کابل کې پاتې کېږي او د خلکو په غونډو کې نه حاضرېږي.
 


د مطلب کود: 174859

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174859/قوماندان-علیپور-نیولو-پرېکړی-په-اړه-معصوم-استانکزی-دریځ

آوا
  https://www.avapress.com