دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 174860
حکومت او امنیتی بنسټونو سره د قوماندان علیپور ژمنې
د پاڅونوالو یو قوماندان علي پور چې د یکشنبې په ورځ یې د ملي امنیت ریاست د موظفینو نیول شوی و، د خپلې قضیې په اړه په یوه لیک کې ژمنه کړې چې پر ځان یې د لګېدلو تورونو د څېړلو په برخه کې به پوره همکاري وکړي.

په دغه لیک کې چې د رسنیو له لاري خپره شوې، راغلي چې نومړی چمتو دی چې خپل ټول وسلې له حکومت سره ثبت کړي یا د حکومت په واک کې وسپاري.
نومړی همداراز ژمنه کړې چې د حکومتي او امنیتی بنسټونو د څېړلو تر پایه په کابل کې پاتې کېږي او د خلکو په غونډو کې نه حاضرېږي.
د افغانستان جمهوري ریاست ته نژدې سرچینې پرون ماښام وویل، چې د میدان وردګو ولایت د پاڅوانوالو قوماندان علي پور د ملي امنیت ریاست له قیده ازاد شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست له دې وړاندې ویلي و، چې د پاڅونوالو یو قوماندان علي پور مشهور په قوماندان شمشیر د دې ریاست د موظفینو له خوا نیول شوی دی.
د ملي امنیت ریاست پرون له غرمې وروسته په یوه بیان کې وویل، چې قوماندان علي پور د غیرقانوني فعالیتونو، غیرقانوني اخاذیو او شوکو، او پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په تور نیول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcb0ab8grhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته