دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 174892
د ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو او د غزني ولایت ټاکنو مهالوېش نهایي کړ
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د ولسمشری ټاکنې او د غزني ولایت ټاکنې به د ۱۳۹۸ د ورې یا حمل په ۳۱ مه نیټه ترسره شي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ډاکټر عبدالبدیع صیاد پرون ماښام خبریالانو ته وویل چې د خلکو او ګوندونو د غوښتنو په پام کې نیولو سره یی د ولسمشریزو ټاکنو او د غزني ولایت د ټاکنو مهالوېش څرنګه چې پخوا د ۱۳۹۸ کال د حمل ۳۱مه نیټه یی اعلان شوې وه، هماغه نیټه یی ومنله او نهایی یی کړه او کیدای شي د کمیسیون د غړو له لوري، سبا ته د یوې علني غونډې په ترڅ کې تصویب شي.
نوموړی زیاته کړه، چې د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو مهالوېش ته په اشارې وویل چې یوځای به ترسره شي، په اړه یی څرګنده کړه چې دغه دواړه ټاکنې به راتلوونکې کال د سنبلې په ۳۰مه نیټه ترسره شي.
د ښاغلي صیاد په وینا، په یو وخت کې د څلورو ټاکنو ترسره کول ډیر وخت او چمتووالي ته اړتیا لري نو له همدې امله جغرافیایی، اقلیمي، تخنیکي او نورو ستونزو او مواردو ته په کتو، ښه به دا وي چې ولسمشریزي ټاکنې او د غزني ټاکنې یوځای ترسره شي او په لږ ځنډ سره د ولایتي شوراګانو او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم ترسره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyt9qxak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته