ددې ولایت د عامې روغتیا ریاست رئیس خان اغا میاخېل نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"دغه ماشوم رحمتالله نومېږي،د محمد سلیم زوی دی او ۳۶ میاشتې عمر لري. نوموړی د پولیو په ناورغۍ اخته شوی او لامل يې د واکسین نه کول دي."
ښاغلي میاخېل زیاته کړه، په چهارچینو ولسوالۍ کې له تېرو ۸ میاشتو راهیسې واکسین نهدی عملي شوی، ځکه د ځايي خلکو پوهه هم د واکسین د ارزښت په اړه کمه ده او د ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ هم له واکسین سره مخالفت درلود.
په چهارچینو ولسوالۍ کې په تېرو څو میاشتو کې د پولیو دا دوهمه مثبته پېښه ده چې رامنځته کېږي.
دغه روغتیايي مسوولین دغه راز خبر ورکوي که وسلهوال طالبان واکسین ته کور په کور اجازه ورنهکړي، نو نورې مثبتې پېښې به هم ثبت شي.
د ځايي چارواکو په وينا، پهدغه ولايت کې د واکسین هره دوره کې باید نېږدې ٢٠٠ زره ماشومان واکسين شي، خو دا ځل يوازې ٨٠ زره ماشومان واکسينېږي.
مياخېل همدا راز ازادي راډيو ته وويل چې پهدغه ولایت کې تېرو څو میاشتو راهیسې ۱۱۰ زره ماشوم له واکیسنه بې برخې پاتې دي.
میاخیل زیاته کړه:
"که طالبان نور هم پهدغه ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسین ته اجازه ورنهکړي نو پهدغه ولایت کې به د پولیو نورې پېښې هم رامنځته شي."
دا پهداسې حال کې ده چې د دولت ضد وسلهوال مخالفین د جنوبي ولایتونو په ناامنه ولسوالیو او نورو سیمو کې له تېرو ۸ میاشتو راهیسې کور په کور د واکسین له تطبیق سره مخالفت لري او پر ځای يې غوښتنه کړې چې یاد واکسین دې کلي په کلي عملي شي،خو د روغتيا د نړيوال سازمانونو ویلي چې د طالبانو دا پریکړه ورته د منلو وړ نهده.
د ارزګان ولایت خلکو پر طالبانو غږ وکړ چې ماشومان دې له دغه نا علاجه ناروغي څخه وژغوري او په سیمه کې دې د پولیو ضد واکسین کمپاین ته کور په کور اجازه ورکړی.
طالبان هم مني چې تر خپل ولکې لاندې سیمو کې د پولیو د واکسین د کمپاین د کور په کور مخه یې نیولې خو وايي، دغه کار يې د خپلو ځانونو د خوندي کولو په هدف کړی.
په افغانستان کې د روان مېلادي کال په ترڅ کې د پوليو د ټولو پېښو شمېر ۲۰ ته ورسېد چې ۱۴یې یوازې په کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو کې ثبت شوي دي