جان بولټن ددغو سرتیرو په وژنې خواشیني ښودلې، خو افغانستان سره پر اوږدمهاله همکاریو ټینګار کړی دی.
جان بولټن ویلي که څه هم خواشینې دی خو د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
افغانستان کې د پریکنده ملاتړ ماموریت هم دغه پیښه منلې خو د وژل شویو سرتیرو پيژندګلوی په اړه یې څه نه دي ویلي.
پرون د غزني ښار په شهبارز بازار سیمه کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې درې سرتیري ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
په دی ورستیو کې د امریکا لوی درستیز هم ویلي چې د افغان ځواکوانو د تلفاتو کچه په تیره میاشت کې په کراتو راټیټه شوې ده.
د دی په څنګ کې د ملګرو ملتونو له لورې خپرې شوې شمیرې شيې چې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له امله یو زرو شپږ سوه دوه نوي ملکي وګړي وژل شوي او په زرګونه نور ټپیان شوي دي.
سرچينه : جان بولټن غزني کې د خپلو سرتیرو پر مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې