دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 174905
هلمند کې په بمبارد کې د ۱۷ملکیانو د وژل کېدو ادعا شوې
د هلمند د ګرم سېر ولسوالۍ او سېدونکو په یاده ولسواکۍ کې د بمبارد په ترڅ کې د ۱۷ملکیانو د وژل کېدو او ۴ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

دوی وايي، پېښه نن چهارشنبې سهار وختي درې بجې د ګرمسېر ولسوالۍ د ازبک چهاراهي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د سیمې اوسیدونکي عبدالکریم اشنا راډیو ته وويل چې وژل شوي او ټپیان ملکي کسان د پنځو کورنیو غړي دي.
ده زیاته کړه چې په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.
نوموړي زیاته کړه:"تیارو بمبارد وکړ د ملکي خلکو د کورنو دېوالونه را نړېدلي ۱۷ کسان چې ښځي او ماشومان هم پکښې شته وژل شوي او ۴ نور پکښې ټپیان دي، د بغرا پر غاړه سیمو کې اوس هم عملیات روان دي او سیمه کلا بنده ده."
بلي خواته د هلمند ولایتي مقامات په سیمه کې نظامي عملیات تائید کوي خو وايي چې د پېښې د دقیق څرنګوالي لپاره پلټنې پيل شوي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې ګډو افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د یوه زندان او د هغوی د مرکزونو د لمنځه وړلو لپاره نظامي عملیات پيل کړي چې لاهم په سیمه کې دوام لري.
دی زیاته وي چې"د عملیاتو سیمه د ګرمسېر ولسوالۍ د امنیتي کمربند ساحه ده، د ګډو افغان ځواکونو د عملیاتو په پيل کې د وسله والو طالبانو څو مرکزونه لمنځه وړل شوي خو دا چي په سیمه کې نور څه پېښ شوي په اړه به يې وروسته معلومات خپاره شي."
ګرمسېر د لښکرګاه په جنوب کې پرته ناامنه ولسوالي ده چې ډیورنډ کري ښې ته هم نژدې ده.
 
سرچينه : د امریکا غږ اشنا راډیو
https://avapress.com/vdcbgab8srhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته